اذربایجان په اشتباه کې د روسیې د پوځي چورلکې د ویشتو له امله بښنه وغوښته

د روسیې د کرملین ماڼۍ د اذربایجان لخوا په اشتباه کې د روسیې د چورلکې د ویشتو په اړه څرګندونې وکړې.

1527276
اذربایجان په اشتباه کې د روسیې د پوځي چورلکې د ویشتو له امله بښنه وغوښته

 

د ویلو ده چې اذربایجان د نوامبر په نهمه نیټه اذربایجان دافع هوا ځواکونو په اشتباه کې د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې د روسیې اړوند یوه میګ ۲۴ ډوله پوځي چورلکه وویشتله.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې مسکو د باکو لخوا په ارمنستان کې د روسیې اړوند میګ ۲۴ ډوله پوځي چورلکې د ویشتو په اړه د اذربایجان لخوا په رسمي توګه بښنه ومنله.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د پیښې نه سمدلاسه وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې او په اشتباه کې د اذربایجان د ځواکونو لخوا د ویشتل شوي روسي چورلکې له امله يي بښنه وغوښته. اذربایجان ولسمشر وویل چې ددې پيښې د بې طرفه څیړولو په خاطر چمتو دي.

د ویلو ده چې اذربایجان ځواکونو د نوامبر په ۹ مه نیټه د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې د د روسیې اړوند میګ ۲۴ ډوله پوځي چورلکه وویشتله چې په نتیجه کې څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.



اړوند خبرونه