په روسیه کې یو تن سرتیري خپل درې تنه ملګري په ډزو وژلي

په روسیه کې په یوې پوځي هډه کې وسله وال برید شوی

1524492
په روسیه کې یو تن سرتیري خپل درې تنه ملګري په ډزو وژلي

په روسیه کې په یوې پوځي هډه کې یو تن سرتیري خپل درې تنه ملګري په ډزو ووژل .

د انټرفاکس خبري اژانس د خبر له مخې د روسیې په سویل کې په یوې پوځي هډه کې د یو تن سرتیري او منصبدار ترمنځه د لفظي شخړې نه وروسته سرتیري په خپلو ملګرو ډزې وکړې چې په نتیجه کې درې تنه سرتیري مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

برید کوونکی د برید نه وروسته تښتیدلی دی.

ویل کیږي په سیمه کې د برید کوونکي سرتیري د نیولو په خاطر عملیات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه