د امریکا نوی ولسمشر جو بایدن څوک دی؟

د جو بایدن لنډه پيژندنه

1523751
د امریکا نوی ولسمشر جو بایدن څوک دی؟

 

جو بایدن  د ۱۹۴۲ میلادي کال د نوامبر په شلمه نیټه د امریکا متحده ایالتونو د پنسلوانیا ایالت د اسکرانټون په ښار کې په خټه ایرلنډۍ په یوې کاتولیکې مسیحي کورنۍ کې زیږیدلی دی. جو بایدن  د جوزیف روبینت زوی  دی. د مور نوم يي  کاترین یوجینیا فینیګان ده. درې خویندې او ورورنه لري.

بایدن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ځوان شپږم ځوان سناتور عنوان لري. هغه د ۱۹۷۳ کال نه تر ۲۰۰۹ کاله پورې د امریکا په سنا مجلس کې د دلاور د استازي په توګه دنده ترسره کوله.

بایدن په ۱۹۵۳ م میلادي کال کې د خپلې کورنۍ سره یو ځای د دلاور ایالت د کلایمونټ ښار ته کډه شو. هغه لومړنۍ، منځنۍ او  لیسې زده کړې په ۱۹۶۱ میلادي کال کې په کلایمونټ ښار ته سرته رسولي دي.

همداشان په ۱۹۶۵ میلادي کال د دلاور پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې نه فارغ شو. وروسته زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۶۹ میلادي کال کې د سیرسکوز د پوهنتون نه د حقوقو د فاکولتې نه فارغ شو.

د لوړو زده کړو نه وروسته د مدافع د وکیل په توګه په دنده پيل وکړ.په ۱۹۷۰ میلادي کال د نیو کاسټل مجلس د غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۹۷۲ کال کې بیا د امریکا د سنا مجلس د غړي په توګه وټاکل شو. هغه د امریکا په تاریخ کې شپږم تر ټولو ځوان سناتور په توګه وټاکل شو.

بایدن د ۱۹۷۳ میلادي کال د جنوري په دریمه نیټه په ۳۱ کلنۍ کې د امریکا د سنا په مجلس کې د سناتور په توګه تر ټولو د ځوان سناتور په توګه په دنده پيل وکړ.

هغه د ۲۰۰۹ میلادي کاله پورې د سناتور په توګه دنده ترسره کړه چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه يي د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر د مرستیال په توګه په دنده پیل وکړ.

هغه د سناتورۍ په دوره کې ډیر وخت د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د غړي او مشر په توګه دنده ترسره کړې ده .

د ویلو ده چې جو بایدن په ۲۰۰۸ کال کې هم د ډیموکراټ ګوند نه د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړی وو چې  د ګوند په منځ کې د غوراوي په ټاکنو کې د باراک اوباما پر وړاندې د ماتې د خوړولو سره د خپلې نوماندۍ نه لاس په سر شو. وروسته باراک اوباما هغه د خپل مرستیال په توګه وټاکه او پدې ډول يي دوه دورې د ولسمشر باراک حسین اوباما د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.

جو بایدن د ۱۹۶۶ میلادي کال د اګست په ۲۷ مه نيټه د نیلا هنټر سره واده وکړ. نیلا هنټر په ۱۹۷۲ میلادي کال کې ژوند د لاسه ورکړ. بایدن د لومړنۍ میرمنې نه درې ماشومان لري.

همداشان په ۱۹۷۷ میلادي کال کې جیل یکوبس سره واده وکړ.

د بایدن مشر زوی په ۲۰۱۵ کال کې د مغزو د سرطان د ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړ.

جو بایدن د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره یو ځل بیا  د ډیموکراټ ګوند نه ځان نوماند کړ. لومړی په ډیموکراټ ګوند کې د غوراوي په ټاکنو کې خپلو ټولو رقیبانو ته ماتې ورکړه او وروسته يي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپل ستر رقیب جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند او موجود ولسمشر ډونلد ټرمپ ته ماتې په ورکولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.


پيوندونه: #امریکا , #جو بایدن

اړوند خبرونه