په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته مظاهرې پيل شوي دي
امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو د پوستې د لارې د رایو د کارونې په اړه د روانې ناڅرګندۍ له امله پيل شوې مظاهرې دوام لري.
امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو د پوستې د لارې د رایو د کارونې په اړه د روانې ناڅرګندۍ له امله پيل شوې مظاهرې دوام لري.
د امریکا د نیویارک، فلادلفیا، شیکاګو او لاس انجلس کې پيل شوې او ټول هیواد ته غځیدلې مظاهرې دوام لري. مظاهره کوونکي تیره شپه هم لارو او سړکانو ته راوتلي وو.
د ډیموکراټ د ګوند نوماند جو بایدن پلویانو د نیویارک ښار په دوو جلا جلا سیمو کې مظاهرې وکړې. د مظاهرو نه یوې ډلې د منهاټن په پنځمه جاده کې د ټرمپ ټاور ترڅنګ د اعلامیې د خپرولو نه وروسته په لاریون لاس پورې کړ.
یونین میدان ترڅنګ مظاهره کوونکو سړکان د ټرافیک پر مخ وتړل چې د پولیسو د سختې مداخلې سره مخامخ شول. زیات شمیر مظاهره کوونکي د پولیسو لخوا ونیول شول.
همداشان په فلادلفیا او شیکاګو ایالتونو کې مظاهره کوونکو چې د ټولو رایو د شمیرنې غوښتنه کوله سوله ایز لاریون وکړ.
همداشان په ټاکنو کې د مهمو ایالتونو نه په میشیګان کې هم مظاهرې پیل شوي دي.
په لاس انجلس کې تیره ورځ په مظاهرو کې یو زیات شمیر مظاهره کوونکي د پولیسو لخوا ونیول شول. همداشان نن بیا پولیسو کلک امنیتي تدابیر نیولي وو چې په نتیجه کې سوله ایزه مظاهره وشوه.
د مینه پولیس په ښار کې بیا مظاهره کوونکو د لویو لارو د تړولو له امله د پولیسو د سختې مداخلې سره مخ شول. پولیسو یو زیات شمیر مظاهره کوونکی ونیول.
د ماري لنډ ایالت اړوند د بالتیمور په ښار کې بیا یوې ۳۰ کسیزې ډلې د ټرمپ لخوا د پایلو د اعلانیدو نه مخکې د بري اعلانولو په اړه مظاهره وکړه. په واشنګټن کې بیا پولیسو ۴ تنه د مظاهرو د شرایطو نه د سرغړونې ، خلک بریدونو او تاوتریخوالي ته د هڅولو په تور نیولي دي.
په میشیګان کې بیا د جمهوریت پلوو ګوند ناظرینو د رای اچونې د مرکزونو د چارواکیو سره د شخړې نه وروسته لاس په مظاهرې پورې کړ.
د ویلو ده چې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو نه وروسته ناڅرګندي دوام لري.