د امریکا لومړنۍ مسلمانې وکیلې یو ځل بیا استازو مجلس ته لار پيدا کړه
د امریکا د استازو د مجلس لومړنۍ مسلمانه غړې الهان عمر یو ځل بیا د استازو مجلس ته لار پیدا کړه.
1521710

سومالي الاصله الهان عمر د مینه سوتا د ایالت د امریکا د استازو مجلس ته لار پیدا کړه.
د ډیموکراټ ګوند نه د امریکا د استازو مجلس ته لار موندونکې الهان عمر د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د میاشتې په ټاکنو کې هم د مینه سوتا د ایالت نه د استازو مجلس ته لار موندلې وه.
الهان عمر د امریکا په تاریخ کې لومړۍ مسلمانه او حجاب لرونکې میرمن ته چې د امریکا د استازو مجلس ته لار پیدا کړې ده .
الهان عمر په سومالیا کې زیږیدلې ده. هغه اته کلنه وه چې په سومالیا کې د کورنۍ جګړې له امله د خپلۍ کورنۍ سره یو ځای امریکا ته راکډه شول.