د اتریش په پلازمینه ویانا کې ۶ جلا جلا بریدونه شوي
په ویانا کې په وسله والو بریدونو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اتریش په پلازمینه ویانا کې په بریدونو کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د ویانا په ۶ جلا جلا سیمو کې ترهګریز بریدونه شوي دي.
د اتریش پولیسو ویلي دي چې د ویانا په ۶ جلا جلا سیمو کې ترهګریز بریدونه شوي چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. په وژل شوو کسانو کې دوه تنه ښځې دي.
پولیسو ویلي دي چې برید د یو نه د ډیرو برید کوونکو لخوا په ۶ جلا جلا سیمو کې شوي دي. د اتریش د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دا یو ترهګریز برید دی.
د ویلو ده چې پرون د نوامبر دویمه نیټه په ځايي وخت د شپې په ۸ بجو او ۹ دقیقو برید کوونکو د ویانا تر ټولو په مشهورې لومړۍ سیمه کې د یهودانو د عبادت ځای کنیسې ترڅنګ شوی دی.
د ویانا پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکو نه يي یو تن وژلی او بل يي نیولی دی.
د برید نه وروسته په ویانا کې ټول دولتي اداراتو ترڅنګ پوځیان ځای په ځای کړل شول.
د بله پلوه د ویانا د روغتیا وزارت ویاند ویلي دي چې د ټپیانو نه ۷ تنو روغتیایي حالت باریکه دی.
سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې برید کوونکو د یهودانو په عبادت ځای برید ندی کړی خو د عبادت ځای په کوڅه کې په خلکو ډزې کړي دي.
ویل کیږي برید کوونکو پدې برید کې د ماشیندارو نه کار اخیستی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر خبري رسنیو ته وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې د ویانا په ۶ جلا جلا سیمو کې بریدونه شوي دي.
دا ترهګریز برید دی. هغه وویل چې اتریش په خپل تاریخ کې تر ټولو د سختو ورځو نه د یوې نه تیریږي. له بده مرغه چې پدې بریدونو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
اتریش پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي داعش ترهګرې ډلې پلویان دي. برید کوونکي د ویانا اوسیدونکي دي . همداشان د برید کوونکو نه یو تن يي د ځانمرګي په واسکټ هم سمبال وو. یو برید کوونکی شل کاله عمر لري او ددینه وړاندې سوریې ته د تلو هڅه کړې وه چې د استخباراتو لخوا يي مخه نیول شوې ده