په فرانسه کې دا ځل د کلیسا راهب باندې وسله وال برید شوی
د فرانسې په سویل کې د کلیسا په راهب وسله وال برید شوی
1519408
د فرانسې په سویل کې د لیون په ښار کې د کلیسا ترڅنګ د کلیسا په راهب وسله وال برید شوی دی.
د فرانسې د پولیسو په وینا دا برید د هیواد په سویل کې د لیون په ښار کې په اومې سیمه کې د اورتادوکس کلیسا ترڅنګ شوی دی.
ویل کیږي برید کوونکي د کلیسا په راهب د کلیسا د تړولو پر مهال د وسله وال برید کړی او وروسته د پيښې د ځای نه تښتیدلی دی.
د برید نه وروسته یو زیات شمیر پولیسو سیمې ته لیږل شوي دي. پولیسو د کلیسا په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
د برید لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
راهب پدې برید کې ټپي شوی دی چې د درملنې لاندې نیول شوی دی.
د برید کوونکي د هویت په اړه هم څه ندي ویل شوي.
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې هم په فرانسه کې په کلیسا کې په برید کې ۳ تنه ووژل شول او ګن شمیر کسان ټپیان شوي وو.