په فرانسه کې د کلیسا ترڅنګ د چړې په برید کې دوه تنه وژل شوي

د فرانسې د نیس په ښار کې د یو کلیسا ترڅنګ د چړې په برید کې دوه تنه  ووژل شول.

1518069
په فرانسه کې د کلیسا ترڅنګ د چړې په برید کې دوه تنه وژل شوي

 

د نیس د ښار ښاروال کرستین ایستروسي د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د نوتري دام د کلیسا ترڅنګ د چړې په برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې دا پيښه یوه ترهګریز برید دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر بیا ویلي دي چې د برید په اړه تحقیقات پيل شوي دي.

پولیس په سیمه کې د شواهدو په راټولو بوخت دي. د برید کوونکي او د قربانیانو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي .

د ویلو ده چې یو څه موده مخکې هم د فرانسې د پلازمینې پاریس ته نږدې د یو تن فرانسوي ښوونکی ووژل شو.


پيوندونه: #کلیسا , #برید , #فرانسه

اړوند خبرونه