ستولتنبرګ : ناټو د قره باغ په نښتو کې طرف ندی
ناټو : په قره باغ کې پر ملکي وګړو بریدونه د منلو وړ ندي
د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ وویل چې ناټو سازمان د قره باغ په نښتو کې پلو ندی ، دا خبره يي د ارمنستان ولسمشر ارمن سارکیسیان ته کړې ده .
د ناټو سازمان مشر ستولتنبرګ بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو په عمومي قرارګاه کې د ارمنستان د ولسمشر ارمن سارکیسیان سره د لیدنې نه وروسته خبري غونډه کې پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې د ارمنستان د ولسمشر سره په لیدنه کې د قره باغ په مسئلې خبرې وکړې.
ستولتنبرګ وویل چې « ښاغلي ولسمشر سارکیسیان ته مو وویل چې ناټو د قره باغ په نښتو کې پلو ندی. اذربایجان او ارمنستان دواړو د تیرو ۲۵ کلونو راهیسې د ناټو سازمان نږدې شریکان دي.»
ستولتنبرګ وویل چې ناټو سازمان په قره باغ کې د اوربند د نه مراعات کیدو او ماتیدو په اړه اندیښمن دی. په سیمه کې د اختلافاتو ختمیدل، د دردونو او غمونو ختمیدل او سوله ایزو حل لاره ځانګړی اهمیت لري.
ستولتنبرګ په دواړو خواوو د اعتدال او اوربند د مراعات کولو غږ وکړ او وویل چې روان تاوتریخوالي کچه باید هر څه ژر راټیټه کړی شي.
هغه وویل چې پر ملکي وګړو بریدونه په هیڅډول د منلو وړ ندي. ټول باید هر څه ژر د سیاسي حل لارې په خاطر هلې ځلې وکړی. اذربایجان او ارمنستان باید مذاکراتو ته دوام ورکړي.