ایرسین تاتار د شمالي قبرس ترک جمهوریت د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

په شمالي قبرس ترک جمهوریت کې تیره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو  د لومړي پړاو د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځه ترسره شو.

1511429
ایرسین تاتار د شمالي قبرس ترک جمهوریت د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

 

د اعلان شوو ابتدایي نتایجو له مخې د شمالي قبرس لومړی وزیر او د ملي یووالي ګوند نوماند ایرسین تاتار د ۵۱ عشاریه ۷۴ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ابتدایي پایلې اعلان کړې او وویل چې د ابتدایي پایلو له مخې ښاغلي تاتار د ۵۱ عشاریه ۷۴ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې ګټلي دي.

د اعلان شوو ابتدايي پایلو له مخې پدې ټاکنو کې د شمالي قبرس ترک جمهوریت موجود ولسمشر او مستقل نوماند مصطفی اقنجي بیا ۴۸ عشاریه ۲۶ رایې ترلاسه کړي دي.

په شمالي قبرس ترک جمهوریت کې د ۱۹۷۴ کال نه راپدیخوا د لسم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې.

ایرسین تاتار چې په ۲۰۰۳ کال کې سیاست ته مخه وکړه د ۲۰۱۹ کال د مې په میاشت کې ګوند يي په ائتلافي حکومت کې برخه واخیسته او د لومړي وزیر مسئولیت يي په غاړه واخیست.



اړوند خبرونه