په فرانسه کې د یو ښوونکي نه سر پرې شو

په فرانسه کې یو تن د یو ښوونکی نه چې د پيغمبر ص کاریکاتورونه يي په ټولګي کې ښودلي وو ووژل شو

1510617
په فرانسه کې د یو ښوونکي نه سر پرې شو

د فرانسې د پلازمینې پاریس ترڅنګ د یو ښوونکي نه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد د کاریکاتورونو د ښودو له امله سر پرې کړې شو.

 د پاریس د امنیتي مقاماتو وینا  یو تن ځوان د پاریس ترڅنګ  د تاریخ ښوونکي نه چې په ټولګي کې د پيغمبر ص کاریکاتورونه ښودلي وو سر پرې کړې شو.

همداشان برید کوونکی د پولیسو په ډزو کې سخت ټپي شوی وو چې وروسته يي د ټپونو نه ساه ورکړه.

د فرانسې خبري اژانس فرانس پرس ویلي دي چې برید کوونکی د پولیسو لخوا د وژل کیدو نه مخکې د الله اکبر تکبیرونه وویل .

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ددې پيښې نه وروسته  په کورنیو چارو وزارت کې بیړنۍ غونډه وکړه.

د ویلو ده چې دا پيښه د مازیګر د ۵ بجو پر مهال د پاریس ترڅنګ کونفلان سنټ اونورین په ښار ګوټي کې رامنځته شوې ده . د فرانسې ولسمشر همداشان پدې سیمه کې د یو ښوونځي نه هم لیدنه وکړه.

فرانسې پرې خبري اژانس د خبر له مخې د تاریخ ښوونکي د اکتوبر په ۱۵ مه نیټه د پنجشنبې په ورځ  په ټولګي کې زده کوونکو ته د وینا د ازادۍ د موضوع په اړه د درس پر مهال د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص کاریکاتورونه ښودلي وو.

هغه یو ورځ وروسته د یو تن لخوا ووژل شو او سر ترینه پرې شو.

برید کوونکی هم د پولیسو لخوا ووژل شو. د فرانسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د پيښې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.



اړوند خبرونه