الهام علي یف : د قره باغ جګړه زمونږ لپاره د خپلواکۍ جګړه ده

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف وویل چې  قره باغ  د اذربایجان لپاره د خپلواکۍ او استقلال جګړه ده.

1510191
الهام علي یف : د قره باغ جګړه زمونږ لپاره د خپلواکۍ جګړه ده

 

هغه وویل چې اذربایجان په هیڅډول د قره باغ اشغال ته رضایت ښودلی نشي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د روسیې خبري اژآنس ریا نویستي پوښتنې ځواب کړې. دواړو عینې پوښتنې ځواب کړې.

اذربایجان ولسمشر خپله سره کرښه یو ځل بیا اعلان کړه. هغه وویل چې په په هیڅډول چاته امتیاز ورکولې نشو.

علي یف وویل چې زمونږ دریځ تل ساختاري او با استقراره دی. زمونږ سره کرښه معلومه ده. د اذربایجان مځکنۍ بشپړتیا  هیڅډول په هیڅډول اخلالولې نشي. اذربایجان هیڅکله او په هیڅډول شرایطو کې د قره باغ اشغال زغملی نشي او رضایت هم پرې ښودلی نشي.

علي یف ددې خبرې په ټینګار وویل چې جګړه تل وحشت دی خو د اذربایجان د پوځ لپاره قره باغ د هیواد د خپلواکۍ او استقلال جګړه ده. هغه وویل چې د ارمنستان لپاره بیا دا د یرغل جګړه ده.

الهام علي یف د اذربایجان د پوځ په لیکو کې د اجیرو بهرنیو سرتیرو د جنګیدولو په اړه ادعاء په کلکه توګه رد کړه او وویل چې مونږ په پوځی برخو کې بهرنیو ګډون ته اړتیا نلرو. د اذربایجان پوځ د سلو زرو تنو سرتیرو نه جوړه ده. زمونږ  هر سرتیری په هره برخه کې د هر ډول دندې د ترسره کولو ظرفیت او توان لري.

همداشان د ارمنستان لومړي وزیر بیا د جګړې په ډګر کې د ډیرو ستونزو سره د مخامخیدو په اړه اعتراف وکړ. هغه وویل چې  د ځاني تلفاتو کچه يي ډیره لوړه ده.

هغه وویل چې روغې جوړې ته چمتو یو. هغه د ارمنستان د پوځ لخوا پر ملکي وګړو بریدونو  باندې د سترګو په پټولو سره یو ځل بیا وویل چې په مسکو کې منل شوي اوربند منلو ته چمتو یو.



اړوند خبرونه