د قیرغیزستان ولسمشر وویل چې په هیواد کې د پارلماني ټاکنو نه وروسته به استعفا وکړي
قیرغیزستان ولسمشر سورون بای جینبیکوف وویل چې په هیواد کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو او د ولسمشر د ټاکنو د نیټې د اعلان نه وروسته به خپلې دندې استعفا ورکړي.
1509251
د قیرغیزستان د ولسمشرۍ د رسنیو مسئول تولګانای ستامالیوف د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر جینیبیکوف د لومړي وزیر صدر جباروف سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې لومړي وزیر جباروف ولسمشر نه د استعفا غوښتنه وکړه. همداشان ولسمشر وویل چې پدې حساس وخت کې د دندې پریښودل او تشې رامنځته کیدل به کیدای شي چې د دولت لپاره نه اټکل کیدونکي زیانونه او سناریوګانو رامنځته کړي.همداشان هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې دولت او هیواد د نورو بحرانونو او کړکیچونو د زغملونو توان نلري.
هغه وویل چې په هیواد کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو او ولسمشرۍ د ټاکنو د نیټې د اعلانیدو نه وروسته به له خپلې دندې استعفا وکړي.