د اذربایجان ولسمشر: د ترکیې نه مو د اخیستو بې پیلوټه الوتکو سره ارمنستان ته ستر ګوزارنه ورکړي

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف وویل چې د ترکیې نه مو د اخیستو په وسلو سمبال بې پیلوته الوتکو سره د ارمنستان د پوځ د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او وسلې له منځه وړي دي.

1509695
د اذربایجان ولسمشر: د ترکیې نه مو د اخیستو بې پیلوټه الوتکو سره ارمنستان ته ستر ګوزارنه ورکړي

 

عليوف د فرانسې ۲۴ تلویزیون سره په مرکه کې  د قره باغ  په جګړه کې اذربایجان د ترکیې نه د اخیستو بې پيلوته الوتکو د رول په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې « دا ډیرې مدرنې او پرمختللې وسلې دي. مونږ یواځې د ترکیې نه د اخیستو ډرون الوتکو سره د ارمنستان پوځ ته تر یو میلیارد ډالرو ډیر زیان اړولی . د هغوې وسلې او مهمات مو له منځه وړي دي.

هغه وویل چې اذربایجان پوځ د پرمختللو وسلو او توپخانې خاوند دی. همداشان ډیرې پرمختللې بې پیلوټه الوتکې لري.

هغه وویل چې د ارمنستان پوځ د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه په اذربایجان  کې پر ملکي سیمو د بریدونو په مقابل کې د ارمني ځواکونو او خپله خاوره د اشغال نه د ژغورولو په خاطر عملیات پيل کړل.

اذربایجان د نوموړو عملیاتو په لړ کې خپلې یو زیات شمیر سیمې د ارمنستان اشغال نه وژغورلې.

د ویلو ده چې د ارمنستان او اذربایجان د اکتوبر په ۱۰ مه نيټه په مسکو کې اوربند وکړ خو ارمنستان لا د اوربند نه څو ساعته تیر نه وو چې د اوربند نه په سرغړونې پیل وکړ.



اړوند خبرونه