د امریکا ولسمشر ټرمپ روغتون کې بستر شو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلد ټرمپ چې تیره ورځ په کرونا ویروس اخته شوی وو  او په سپینه ماڼۍ کې قرنطین شوی وو روغتون ته انتقال شو.

1501951
د امریکا ولسمشر ټرمپ روغتون کې بستر شو

 

ټرمپ  د والټر ریډ ملي پوځي‌ روغتون کې بستر شوی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي‌ چې ولسمشر ټرمپ به د څو ورځو لپاره په روغتون کې پاتې شي. 

د سپینې ماڼۍ ویاندې روغتون ته د ولسمشر ټرمپ د انتقال په اړه ویلي دي چې « د ولسمشر  مورال ډیر ښه دی یواځی د تدابیرو په خاطر روغتون ته انتقال شوی دی. ولسمشر ټرمپ به د والټر ریډ په روغتون کې د موجود دفتر نه کار کولو ته دوام ورکړي. »

د بله پلوه د ولسمشر ټرمپ‌ خصوصي ډاکټر سیان کونلي ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ او میرمن يي میلانیا ټرمپ زمونږ د روغتیايي ډلې لخوا د څار لاندې نیول شوي‌ دي. هغه ویلي‌ دي‌ چې ولسمشر ټرمپ ته د انتي‌ باډي چینکو، ویټامین ډي، فاموتیدین، میلاتونین او اسپرین درمل ورکړ شوي دي.

همداشان ولسمشر ټرمپ روغتون ته د تګ نه مخکې د ټولنیزې مډیا له لارې د پيغام په خپرولو سره د ټولو نه مننه کړې ده . 

د بله پلوه سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس ټسټ منفي راوتلی او هغه ښه دی خو ولسمشر ټرمپ ورته خپل صلاحیتونه ندي‌ انتقال کړي.

د ویلو ده چې د امریکا د لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ‌ روغتیايی حالت د ټرمپ‌ په پرتله ښه دی. خو ځینو رسنیو ویلي دي چې هغه هم سرخوږی او ټوخی لري.

د بله پلوه ولسمشر ټرمپ د عمر د زیاتوالي او وزن د درلودو له امله  د خطر په ګروپ کې شمیرل کیږي. د ویلو ده چې امریکا کې د نوامبر په ۳ مه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي. دا چې ولسمشر ټرمپ به د ولسمشرۍ ټاکنیزې چارې څه ډول پرمخ وړي‌ پدې اړه څه ندي‌ ویل شوي.



اړوند خبرونه