د امریکا اف ۳۵ ډوله الوتکې سقوط وکړ

د امریکا نوې نسل جنګي الوتکې سقوط کړی

1499947
د امریکا اف ۳۵ ډوله الوتکې سقوط وکړ

د امریکا متحده ایالتونو د هوايي ځواکونو اړوند یوې اف ۳۵ ډوله نوي  نسل جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې اف ۳۵ ډوله الوتکه په هوا کې د تیلو د اکمال د ټانکر الوتکې سره د جنګیددو نه وروسته لویدلې ده.
د امریکا پوځي سرچینو ویلي دي چې دا پيښه د کالیفورونیا ایالت د امپریال په سیمه کې رانمځته شوې ده.
د اف ۳۵ ډوله الوتکې پيلوټ ځان په پراشوټ کې ګوزار کړی او روغ رمټ  د پيښې نه ژغورل شوی دی.
د بله پلوه ټانکر الوتکه بیا صحي  سالمه ښکته شوې ده .
د امریکا پوځ ویلي دي چې ددې پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو د لامل د معلومولو په خاطر تحقیقات پيل شوي  دي.
 



اړوند خبرونه