د سربستان ولسمشر الکساندر وویج وویل چې ترکیه  په سیمه کې یو ډیر مهم او اغیزو خاوند هیواد دی.

د سربستان ولسمشر په استانبول کې د ولسمشر اردوغان سره ولیدل

1497628
د سربستان ولسمشر الکساندر وویج وویل چې ترکیه  په سیمه کې یو ډیر مهم او اغیزو خاوند هیواد دی.

 

هغه وویل چې د ترکیې سره ډیرې ښې دوستانه اړیکې لرو او غواړو چې دا اړیکې محفوظ کړو او غواړو چې اړیکو ته لا پراختیا ورکړو.

د سربستان ولسمشر الکساندر وویج په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  د لیدنې نه وروسته د سربستان رسنیو ته د لیدنې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې په سربستان کې د لویو لارو د پروژو، د پانګه والۍ په نوو برخو او سیاسي مسایلو بحث او تبادل د نظر وکړل. ددې سربیره د ترکیې - سربستان او بوسینا هیرزګوینا ددرې اړخیزو غونډو او په سربستان کې د ګدو صنعتي پارکونو د جوړولو په مسئلې خبرې وکړې.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې د سربستان او کوسووا ترمنځه د مذاکراتو د بهیر په اړه هم خبرې وکړې. هغه وویل چې ددې مذاکراتو په اړه مو د ښاغلي‌ اردوغان نظر واوریده او هغه ته مو خپل نظر بیان کړ. هغه سربستان په مقابل کې ډیر نیک نظر لري.

هغه وویل سربستان هم د هر هغه چا په مقابل کې چې مونږ ته درناوی لري متقابل درناوی کوي. د ترکیې سره په هیڅ مسئله کې نه غواړو چې اختلاف د نظر ولرو او یا پيدا کړو.

هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه ډیرې ښې او قوي‌ اړیکي‌ شتون لري. 

دا زمونږ له پلوه ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې ترکیه  د مهمو سیمه ایزو طاقتونو نه یو دی او د هرې ورځې په تیریدو سره د نړۍ په کچه په یو مهم هیواد بدلیږي.

وویج وویل چې ترکیه د جغرافیوي، اقتصادي، کولتوري‌ او یو زیات شمیر نورو برخو کې د ځانګړي‌ پوتانشیل خاوند هیواد دی او د ترکیې سره ښې اړیکې د سربستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د ترکیې سره ډیرې ښې او دوستانه اړیکو لرو  او غواړو چې دا اړیکې محفوظ وساتو او په راتلوونکې کې لا پسې پياوړي‌ کړو. 



اړوند خبرونه