په اوکراین کې پوځي‌ الوتکې سقوط کړی

په اوکراین کې د یوې پوځي‌ الوتکې د سقوط په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1497528
په اوکراین کې پوځي‌ الوتکې سقوط کړی

 

د اوکراین په ختیځ کې په  کې خارکوف یوې ای ان ۲۶ ډوله پوځي‌ الوتکې سقوط کړی دی.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هیواد په ختیځ کې د خارکوف په ولایت کې  یوې ای ان ۲۶ ډوله پوځي‌ الوتکې سقوط کړی چې په نتیجه کې ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي‌ پدې الوتکه  ۱۸ تنو عسکري‌ زده کوونکو او پنځو تنو د الوتکې پرسونل شتون درلود. کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې الوتکې د لویدو نه وروسته اور اخیستی دی او په نتیجه کې په الوتکه کې سپرو ټولو مساپرو او د الوتکې پرسونل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د الوتکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلوم ندی



اړوند خبرونه