د شمالي‌ کوریا ولسمشر د سویلي کوریا نه بښنه وغوښته

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ددې هیواد د سمندري‌ پولې اخلالوونکي د سویلي‌ کوریا د یو تن مامور د وژلو نه وروسته د سویلي کوریا نه بښنه وغوښته.

1497154
د شمالي‌ کوریا ولسمشر د سویلي کوریا نه بښنه وغوښته

 

د یونهاپ خبري اژانس د خبر له مخې د سویلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر له لوري د خپور شوي بیان له مخې لیکلي دي چې د شمالي‌ کوریا ولسمشر کیم جونګ اون سویلي‌ کوریا ته په استولي پیغام کې  د غیرې منتظره خواشیندونکې پيښې له امله د سویلي کوریا د ولسمشر  مون جای این  او د متضررینو نه د بښنې غوښتنه کړې ده . 

په خبر کې راغلي‌ دي چې شمالي‌ کوریا پوځ تیره اونۍ د سویلي کوریا یو تن دولتي‌ مامور د شمالي‌ کوریا  اوبو ته د داخلیدو نه وروسته پرې برید وکړ او هغه يي وواژه.

د شمالي‌ کوریا ولسمشر  سویلي کوریا ته په استولي پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي  دي چې د شمالي‌ کوریا امنیتي‌ ځواکونو د سویلي کوریا په مامور د شمالي‌ کوریا اوبو ته د ننوتو نه وروسته د متقابلو قواعدو له مخې لس ډزې کړي‌ دي. وروسته نوموړی کس مړ ونیول شو. همداشان د نوموړي‌ کس مړی د هغه د  کښتۍ سره یو ځای چې پکې سپور  وو سوځول شوي‌ دي. 

د شمالي‌ کوریا ولسمشر ویلي دي چې د پیښې په تړاو يي تحقیقات پیل کړي دي او د تحقیقاتو پایلې به د سویلي کوریا سره شریک کړي.

سویلي‌ کوریا د دفاع وزارت ویلي وو چې د اقیانوسونو او کب نیونې د چارو د وزارت یو تن مامور چې د یوې سترې کښتۍ سره په ګزمه وتلی وو د لا درکه کیدو نه وروسته د شمالي‌ کوریا د سرتیرو لخوا د وژل کیدو نه خبر ورکړی وو.

د سویلي  کوریا دفاع وزارت ویلي وو چې د پوځي‌ استخباراتو د راپونو له مخې شمالي‌ کوریا ددوې مامور د هغوې اوبو ته د ننوتو سره سم ویشتی دی او وروسته يي‌ورته مړی هم سوځولی دی. د سویلي کوریا دفاع وزارت د شمالي‌ کوریا دا ضد انساني‌ اقدام په کلکه توګه غندلی وو او د شمالي کوریا نه يي ددې پیښې مسئولینو نه د حساب پوښتولو او د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.



اړوند خبرونه