ماکرون : ترکیې ته احترام لرو او ترکیې سره مذاکرتو ته چمتو یو

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د ملګروملتونو سازمان   کلنۍ اسمبلې ته د ویدیويي پيغام له لارې وینا وکړه.

1495683
ماکرون : ترکیې ته احترام لرو او ترکیې سره مذاکرتو ته چمتو یو

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د ملګروملتونو سازمان   کلنۍ اسمبلې ته د ویدیويي پيغام له لارې وینا وکړه. 

د ویلو ده چې د کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ له امله سږ کال د ملګروملتونو سازمان غړیو هیوادونو مشرانو د ویدیويي پيغامونو له لارې د ملګروملتونو سازمان کلنۍ اسمبلې ته ویناوې وکړې.

د فرانسې ولسمشر ماکرون کلنۍ اسمبلې ته په وینا کې ختیځې مدیترانې روانو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې په ختیځه مدیترانه کې د نښتو د احتمال د مخنیوي او نړۍوالو حقوقو ته د درناوي په خاطر تر ټولو ښه لاره د ډیالوګ او مذاکراتو لار ده.

ماکرون وویل چې د اروپايي ټولنې د غړیو د سویلي‌ اروپا د هیوادونو د مشرانو غونډ ته هم  په وینا کې هم پدې خبره ټینګار کړی وو.

هغه په خپله وینا کې د ترکیې په اړه وویل چې ترکیې ته احترام لرو او ترکیې سره مذاکراتو ته چمتو یو.

ماکرون وویل چې مونږ اروپایان تل ډیالوګ ته چمتو یو. 

د یادولو وړ ده چې د فرانسې ولسمشر ماکرون تیره شپه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه هم خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې هم د منځني‌ ختیځ او سیمې د مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وشو.



اړوند خبرونه