ټرمپ ته په زهرجنو موادو ککړ لیک استول شوی دی

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ ته  په زهرجنو موادو ککړ  استول شوی لیک نیول شوی دی.

1493829
ټرمپ ته په زهرجنو موادو ککړ لیک استول شوی دی

 

ویل کیږي ولسمشر ټرمپ ته سپینې ماڼۍ ته په لیږول شوي په زهرجنو موادو ککړ لیک کې د ریسین ماده کشف شوې ده. 

ویل کیږي د امریکا د فدرال تحقیقاتي‌ دفتر  اف بي ای او ولسمشر ټرمپ د محافظت مسئول استخباراتو  څانګې د نوموړي لیک په اړه تحقیقات پیل کړي‌ دي. همداشان په ترسره شوو تحقیقاتو او معایناتو کې په لیک کې د ریسین ماده کشف شوې ده .

ویل کیږي لیک په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ په نامه استول شوی وو.

د بله پلوه یوې سرچیني ویلي‌ دي چې دا لیک سپینې ماڼۍ ته د استول کیدو نه مخکې په پوسته خانه کې د کنټرول پر مهال نیول شوی دی. 

د اف بي ای لخوا رسنیو ته په استول شوي‌ بیان کې ویل شوي‌ دي چې استخباراتو د پوستې سرویس سره په ګډه د مسئلې په اړه تحقیقات پيل کړي‌ دي.

اوسمهال د عامه امنیت لپاره کوم ګواښ مخامخ ندی.



اړوند خبرونه