ټرمپ‌ ایران ته سخت ګواښ‌ وکړ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ ایران ته ډیر سخت ګواښ‌ وکړ.

1491055
ټرمپ‌ ایران ته سخت ګواښ‌ وکړ

 

ټرمپ‌ وویل چې د ایران لخوا پر امریکا د هر ډول برید ځواب به زر برابره سخت ورکړي.

ټرمپ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي چې د ایران لخوا پر امریکا د هر ډول احتمالي‌ برید ځواب به ډیر سخت ورکړي. پر ایران به ډیر سخت بدل پرې کړي.

ټرمپ‌ د هغه ادعاګانو په ځواب کې چې ویل کیږي‌ ایران غواړي‌ د امریکا لخوا د قاسم سلیماني‌ د وژنې په بدل کې پدې هیواد برید وکړي‌  وویل « د ایران لخوا د امریکا په مقابل کې د هر ډول برید ځواب به زر برابره سخت ورکړي.»

ټرمپ‌ د امریکا لخوا په قاسم سلیماني‌ د برید نه په دفاع سره ویلي دي چې « هغه پر امریکايي ځواکون د بریدونو پلان کړی وو او د اوږدو کلونو راهیسې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو یواځنی مسئول وو. 

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د وران میلادي‌ کال د جنوري‌ په دریمه نیټه د عراق په پلازمینه بغداد د هوايي ډګر ترڅنګ د ایران د قدس ځواکونو په قومندان جنرال قاسم سلیماني‌ او د حشد الشعبي‌ په مرستیال ابو مهدي‌ د موټر پر کتار هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې دواړه ووژل شول.

ایران د قاسم سلیماني‌ د وژنې نه وروسته د غچ اخیستو ګواښ کړی وو. 



اړوند خبرونه