په امریکا کې په یو کور کې په جوړې شوې پارټۍ وسله وال برید شوی

د امریکا په نیوجرسي‌ ایالت کې وسله وال برید ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

1489817
په امریکا کې په یو کور کې په جوړې شوې پارټۍ وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو په نیوجرسي ایالت کې د روتګرز د پوهنتون ترڅنګ په وسله وال برید کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نیوجرسي ایالت مقاماتو ویلي دي چې د روتګرز پوهنتون تر څنګ په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ټپیانو روغتیايي حالت باریکه دی.

پولیسو ویلي‌ دي چې دا برید نن یکشنبه د سپټمبر ۱۳ مه د ماسپښین د یوې بجې او ۲۰ دقیقو  په شاوخوا کې رامنځته شوی دی. پولیس د برید نه سمدلاسه وروسته د پیښې ځای ته ورسیدل . د پيښې په ځای کې ۸ تنه په وینو کې پراته ول چې سمدلاسه روغتون ته انتقال کړی شول.

د ټپیانو نه دوو تنو په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ. همداشان د پاتو ټپیانو روغتیايي حالت هم باریکه دی.

د روتګرز د سیمې پولیسو مشر خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې برید د نامعلومو وسله والو لخوا شوی دی. برید په یو کور کې په جوړې شوې پارټۍ شوی دی. 

په تحقیقاتو کې ویل شوي‌ دي‌ چې دا برید د روتګرز د پوهنتون د محصلین سره  کوم تړاو نلري. د برید په اړه تحقیقات دوام لري.

پولیسو هم د برید په تړاو تر اوسه پورې څوک نیولی‌ ندي.



اړوند خبرونه