متحده عربي‌ امارات او اسرائیل د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه په رسمي‌ توګه تړون لاسلیکوي

متحده عربي‌ امارات او اسرائیل د ټرمپ‌ په حضور کې د اړیکو عادي کولو تړون لاسلیکوي

1487270
متحده عربي‌ امارات او اسرائیل د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه په رسمي‌ توګه تړون لاسلیکوي

د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د اړیکو په کامله توګه د عادي‌ کیدو اړوند رسمي تړون به د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې لاسلیک شي.

دا خبره د سپینې ماڼۍ چارواکیو خبري‌ غونډې ته د ټيلې کنفرانس له لارې کړې ده .

نوموړو چاوراکیو ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنخه د اړیکو په کامله توګه د عادي‌ کیدو رسمي‌ تړون د سپټمبر په ۱۵ مه نيټه په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ډونلد ټرمپ په حضور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

ویل کیږي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې به د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو او د متحده عربي‌ اماراتو د ولیعهد شهزاده ورور  د متحده عربي‌ اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید ال نهیان ګډون وکړي.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د اګست په ۱۳ مه نيټه د متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د نورمالولو په اړه د په تفاهم رسیدو نه خبر ورکړ.

متحده عربي‌ امارات د مصر او اردن نه وروسته دریم عربي‌ هیواد دی چې د اسرائیل سره اړیکي‌ جوړوي. مصر په ۱۹۷۹ میلادي‌ کال او اردن په ۱۹۹۴ میلادي‌ کال کې د اسرائیل سره  د اړیکو له سره د جوړولو په خاطر تړونونه لاسلیک کړي‌ وو. 



اړوند خبرونه