ټرمپ : د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د باید د بري په صورت کې امریکایان مجبور دي چینايي ژبه زده کړي

ټرمپ پر باید نیوکې وکړې

1471264
ټرمپ : د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د باید د بري په صورت کې امریکایان مجبور دي چینايي ژبه زده کړي

 د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ وویل که چیرې د نوامبر د دریمې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایدن بریالی شي د امریکا خلک مجبور دي‌ چې چینايي ژبه زده کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د یو راډیويي پروګرام سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. هغه د چین په اړه د بایدن پر دریځ د سختې نیوکې سره وویل د بایدن د ګټولو په صورت کې د امریکا خلک مجبور دي چې چینایي ژبه زده کړي.

ټرمپ وویل چې د کرونا ویروس ساري ناروغۍ د رامنځته کیدو نه مخکې د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره قوي نږدې اړیکې درلودې خو اوس مونږ اړیکې د پخوا په څیر ښې ندي. ځکه چې د کووید ۱۹ ناروغۍ په برخه کې څه چې لازم وو هغه يي ندي‌ کړي.

ټرمپ وویل چې ډیر زیات وخت کیږي‌ چې د چین د ولسمشر سره مو لیدنه نده کړې ، ځکه چې په چین کې رامنځته شوی د کرونا ویورس له امله د سیاسي‌ پلوه هم پر مونږ منفي‌ اغیزې کړي‌ دي.

هغه وویل چې د کرونا ویروس د وبا ناروغۍ د رامنځته کیدو نه مخکې زما په اند جورج واشنګټن هم په ټاکنو کې زما پر وړاندې د بري‌ چانس نه درلود.



اړوند خبرونه