په هندوستان کې د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوي د زرګونو تنو سخت غبرګون پارولی

په هندوستان کې د پارلمان د یو تن وکیل وراره د ټولنیزې مډیا له لارې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص ته سپکاوی کړی

1471579
په هندوستان کې د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوي د زرګونو تنو سخت غبرګون پارولی

د هندوستان د کارناټاکا په ایالت کې د پارلمان د یو وکیل د وراره لخوا د ټولنیزې مډیا له لارې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد ص د سپکاوي ډک یو پیغام خپرولو د نوموړي‌ هیواد د مسلمانانو قهر راپارولی دی.

د هندوستان د ملي‌ کانګرس مخالف ګوند غړي او وکیل سرینیواس مورتي  وراره پي نوین په فیسبوک کې د حضرت محمد ص په اړه د سپکاوي ډک او یو پارونکی پیغام خپور کړی دی.

په ټولنیزه مډیا کې د  نوموړي‌ پارونکي‌ او سپکاوي‌ ډک پیغام د خپریدو نه وروسته د هندوستان د بانګلور په ښار کې په زرګونو تنه مسلمانان لارو او سړکانو ته راووتل او په سلګونو تنه نور د پارلمان د وکیل مورتي‌ د کور په مخکې راټول شول او کور يي ورته محاصره کړ.

مظاهره کوونکو د پولیسو لخوا د نوموړي پیغام خپرونکي‌ د نیولو غوښتنه کوله. همداشان مظاهره کوونکو په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز هم برید وکړ او پولیسو مرکز ته يي زیان اړولی دی. مظاهره کوونکو پر پولیسو هم د تیګو بریدونه کړي‌ او پولیسو یو زیات شمیرې موټرې سوځولي دي.

پولیسو پر مظاهره کوونکو د اوښکې بهوونکو ګازو او برقي ډنډو د بریدونو سربیره ډزې هم کړي‌ دي.

پدې نښته او پيښه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ډیری پولیس ۶۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. ویل کیږي‌ پدې پيښه کې وژل شوي‌ کسان د پولیسو په ډزو کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په سیمه کې په یو زیات شمیر برخو کې ګرځبندیز اعلان شوی دی. د پیښو په تړاو ۱۱۰ تنه د پولیسو لخوا نیول شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ د پارلمان د وکیل وراره هم د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

په سیمه کې د مسلمانانو مشرانو او سیاستوالو په خلکو د اعتدال او سکونت غږ کړی دی.

همداشان د ټولنیزې مډیا له لارې هم په لسګونو زرو تنو د حضرت محمد ص په اړه د سپکاوي‌ ډک پيغام د خپرولو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی او د ددې پيښې عامل ته يي د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه