په نړۍ کې د کورنا ویروس ضد لومړنی واکسین جوړ شو

روسیې د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ ضد د واکسین جوړولو او ثبت او راجستر کولو نه خبر ورکړ.

1470906
په نړۍ کې د کورنا ویروس ضد لومړنی واکسین جوړ شو

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې روسیه په نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې د کووید ۱۹ ضد واکسین يي‌ جوړ او ثبت او راجستر کړ.

د ویلو ده چې دا واکسین د روسیې د ګامالیا څیړنیز انیستیتیوت او روسیې د دفاع وزرت لخوا په ګډه جوړ شوی دی. د نوموړي‌ واکسین کلینیکي ازمایښتونه د جون په ۱۸ مه ترسره شوې وې. ویل کیږي دا واکسین په ۳۸ تنو رضاکاره کسانو ازمایښت شوی وو چې ټولو د کووید ۱۹ پر خلاف معافیت موندلی او په بریالۍ توګه پرته د هر ډول جانبي عوارضو سرته رسیدلی وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې د نوموړي‌ هیواد د روغتیا وزارت نوموړي واکسین تایید کړی دی. پوتین ویلي‌ دي چې خپلې لور باندې هم دا واکسین تطبیق کړی دی. هغه وویل چې په لنډه موده کې به ددې واکسین نورمال تولیدات پيل شي. هغه وویل چې په روسیه کې تولید شوی دا واکسین په نړۍ کې د کووید ۱۹ د لومړي واکسین ځانګړتیا نه برښمند دی.

پوتین نن سې شنبه د اګست ۱۱ مه دا اعلان په یوې حکومتي‌ غونډه کې وکړ. هغه د روغتیا وزیر میخایل مرشکو څخه غوښتنه وکړه چې ددې واکسین په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي. همداشان پوتین وویل چې پوره باور لري چې دا واکسین یو ډیر اغیزمن دی او په اغیزمنه توګه کار کوي. انسان په وجود کې د کرونا پر وړاندې معافیت رامنځته کوي.

پوتین ددې واکسین د تولیدونکې ډلې نه ډیره زیاته مننه وکړه . هغه هر کس نه چې ددې واکسین د جوړولو په برخه کې کار او زیار ویستی دی مننه کوم. هغه ددې واکسین نه د نړۍ لپاره د یو ډیر مهم ګام په توګه یادونه وکړه.



اړوند خبرونه