د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ د چین په مقابل کې یو بل ګام اوچتوي.

ټرمپ‌ په امریکا کې پر ټیک ټاک بندیز لګوي

1465302
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ د چین په مقابل کې یو بل ګام اوچتوي.

 

د امریکا ولسمشر ټرمپ‌ وویل چې په امریکا کې به د چین  د ټولنیزې مډیا په مشهورې پاڼې او پروګرام تیک ټاک بندیز ولګوي.

ټرمپ‌ دا څرګندونې د فلوریدا ایالت نه واشنګټن ته د رارستنیدو په الوتکه کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب وکړې.

ټرمپ‌ وویل چې د اوږدې مودې راهیسې د ټیک ټاک د بندولو په مسئلې فکر او بحث کولو چې هر څه ژر به يي‌ په امریکا کې پر فعالیتونو بندیز ولګول.

ټرمپ وویل چې دم ګړۍ د عاجلو حالاتو د اقتصاد د ځانګړو صلاحیتونو نه برښمند دی او د ټیک ټاک د بندولو او بندیز په مسئله کې به د همدې صلاحیتونو نه استفاده وکړي.

هغه وویل چې پدې اړه به یو تقنیني فرمان لاسلیک او خپور کړي.

ټرمپ‌ وویل کیدای شي  چې دا مسئله د خالي‌ د ورځې په دننه کې یو پلو  ته کړي‌ او په اړه يي نهایي ګام اوچت کړي.


پيوندونه: #ټیک ټاک , #چین , #امریکا

اړوند خبرونه