د کاناډا یو تن قاضي د یوې مسلمانې میرمنې نه بښنه غواړي

د کاناډا د کبک په ایالت کې یو تن قاضي چې د یوې مسلمانې میرمنې د حجاب د په سر کولو له امله يي ورته د دعوا رد کړې وه د نوموړې مسلمانې میرمنې نه بښنه غواړي.

1465140
د کاناډا یو تن قاضي د یوې مسلمانې میرمنې نه بښنه غواړي

 

د کبک ایالت د قضاتو شورا په رسمي‌ ویبپاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي‌ چې د کبک ایالت د محکمې قاضي ایلیانا مارینګو چې د حجاب له امله د مسلمانې میرمنې رانیا ال الول د حجاب له امله دعوا رد کړې وه  غواړي چې نوموړې میرمنې نه د بښنې غوښتو په خاطر هغه ته لیک واستوي.

د ویلو ده چې  د ۲۰۱۵ میلادي‌ کال د اپریل په میاشت کې  د رامنځته شوې یوې ټرافیکي‌ پیښې له امله نوموړې مسلمانه میرمن محکمې ته مراجعه کړې وه چې قاضي د حجاب په خاطر د هغه دعوا رد کړې وه او د هغه د دعوا د کتلو نه يي ډډه کړې وه.

قاضي ویلي وو چې د محکمې صالون یو سیکولر مقام دی او په یو سیکولر مقاماتو کې د حجاب سره د قاضي په حضور کې حاضریدل  د سکولریزم سره په ټکر کې عمل دی. هغه ویلي وو چې د قاضي حضور ته باید په سیکولر جامو، د خولۍ او چشمو پرته حاضر شۍ.

قاضي مسلمانې میرمنې ته دوه انتخابه ورکړي‌ وو چې یا حجاب لرې کړي‌ او یا د مدافع وکیل ونیسي او دعوا په هغه تعقیب کړي.

مسلمانې وکیلې د مدافع وکیل د نیولو توان نه درلود او د دیني‌ اوامرو له امله د حجاب د نه لرې کولو له امله د قاضي غوښتنه کړې وه.

ددینه وروسته قاضي دا دعوا د نامعلومې مودې لپاره ځنډولې وه.

همداشان دې مسئلې د انعکاس د موندولو له امله لومړي‌ وزیر ترودو او د کاناډا خلکو د نوموړې میرمنې نه ملاتړ اعلان کړی وو.

همداشان د کبک ایالت د قضاتو شورا د ډیرو زیاتو شکایتونو نه وروسته د قاضي‌ لخوا د مسلمانې میرمنې نه د بښنې غوښتو پریکړه کړې وه.



اړوند خبرونه