فیلیپین په هیواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ عمومي‌ رخصتي‌ اعلان کړه

فیلیپین په هیواد کې د مسلمانانو د خوښۍ په خاطر یو بل مهم ګام اوچت کړ

1464621
فیلیپین په هیواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ عمومي‌ رخصتي‌ اعلان کړه

فیلیپن د لوی اختر لومړۍ ورځ په ټول هیواد کې رسمي‌ رخصتي اعلان کړه.

د فیلیپن د ولسمشرۍ دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې ولسمشر رودریګو دوترتي د سږ کال د جولای د ۳۱ مې نیټې نه په اعتبار سره په هیواد کې هر کال د لوی اختر لومړۍ ورځ د عمومي‌ رخصتۍ اړوند د قانون اصلاح لاسلیک او توشیح کړ.

د فیلیپین ولسمشر دوترتي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې په هیواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ د عمومي‌ رخصتۍ اعلانول پریکړه  په هیواد کې د مسلمانانو د کمیسیون په غوښتنه او وړاندیز  کړې ده .

همداشان هغه د لوی اختر په ورځ کې د کرونا ویروس د تدابیرو د مراعات کولو او ټولنیز واټن په نظر کې نیولو غوښتنه کړې ده .

د ویلو ده چې فیلیپین تیر کال د کوچني‌ اختر لومړۍ ورځ په ټول هیواد کې د رسمي‌ رخصتۍ په توګه اعلان کړې وه.

د فیلیپین د نفوس نږدې لس سلنه د مسلمانانو نه جوړ دی.



اړوند خبرونه