امریکا د چین په غوښتنه د نوموړي هیواد د چینګدو په ایالت کې خپله قونسلګري وتړله
امریکا متحده ایالتونو د چین په غوښتنه د نوموړي هیواد د چینګډو په ایالت کې خپله جنرال قونسلګري وتړله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د چین د چینګډو په ایالت کې ددې هیواد د جنرال قونسلګرۍ رسمي چارې د جولای د ۲۷ مې د سهار د لسو بجو نه په اعتبار سره درول شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې په چینګډو ایالت کې د امریکا د قونسلګرۍ د تړولو په اړه د چین د کمونیست ګوند پریکړې ناهیلۍ سره مخ کړي یو.
د چین د رسنیو د خبر له مخې د چینګدو په ایالت کې د سهار په ۶ بجو او ۱۸ دقیقو د امریکا د قونسلګرۍ نه د امریکا بیرغ راټیټ کړی شو.
پداسې حال کې چې په سلګونو تنه د امریکا د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو پولیسو کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.
د ویلو ده چې چین په امریکا کې ۴ قونسلګري او په بیجینګ کې سفارت لري.
چین د امریکا په سن فرانسسکو، لاس انجلس، شیکاکو او نیویارک کې قونسلګري لري.
د چین او امریکا ترمنځه ډیپلوماتیک بحران هله رامنځته شو چې امریکا د هاوستون ښار کې د چین ډیپلوماتیکي نماینده ګۍ د تړولو پریکړه وکړه.