چین ددې هیواد د چینګډو په ایالت کې د امریکا د قونسلګرۍ د تړولو پریکړه وکړه

چین د امریکا متحده ایالتونو لخوا په تکزاس ایالت کې ددې هیواد د جنرال قونسلګرۍ  د تړولو نه وروسته  متقابل ګام اوچت کړ.

1460853
چین ددې هیواد د چینګډو په ایالت کې د امریکا د قونسلګرۍ د تړولو پریکړه وکړه

 

چین ددې هیواد د چینګدو په ایالت کې د امریکا متحده ایالتونو د جنرال قونسلګرۍ د تړولو پریکړه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو نه  ددې هیواد په چینګډو ایالت کې هر څه ژر د خپلې جنرال قونسلګرۍ د تړولو غوښتنه کړې ده .

بیجینګ ویلي دي‌ چې دا تصمیم يي د واشنګټن کې لخوا په تکزاس ایالت کې ددې هیواد د جنرال قونسلګرۍ د تړولو په غبرګو کې نیولی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د جولای ۲۴ مه نیټه د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د چینګدو په ایالت کې د امریکا د جنرال قونسلګرۍ د کاري‌ جواز د لغوه کولو ددې قونسلګرۍ د سوداګري او ټولو فعالیتونو د درولو پریکړه کړې ده .

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې پدې اړه يي امریکايي مقاماتو ته خبر ورکړی دی. چین ویلي دي‌ چې دا پریکړه يي د امریکا لخوا په تکزاس کې ددې هیواد د جنرال قونسلګرۍ د تړولو د پریکړې په غبرګون کې کړې ده .

د یادولو وړ ده چې  چې یو څه موده مخکې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ ویلي‌ وو چې په امریکا کې د چین د ټولو جنرال قونسلګریو د تړولو په مسئلې هم غور کیدای شي.



اړوند خبرونه