ارمنستان د اذربایجان سره په نښته کې د ترکیې د احتمالي مداخلې په اړه اندیښمنه ده.
ارمنستان د اذربایجان سره په نښته کې د ترکیې د احتمالي مداخلې نه اندیښنه ښودلې ده
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د ارمنستان – اذربایجان په جګړه کې د ترکیې د احتمالي مداخلې له امله اندیښمن دي.
هغه دا خبره د فرانسې د ۲۴ کانال تلویزیون سره په مرکه کې کړې ده .
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اذربایجان سره په نښته کې په مخامخ توګه د ترکیې د مداخلې په اړه اندیښنه لرۍ؟ وویل، البته چې هو . په رښتیا ووایو پدې اړه اندیښمن یو.
هغه د اذربایجان سره د سولې د بهیر نه د ملاتړ په خاطر يي د زمینې د برابرولو نه د ملاتړ ادعا کړې ده .
د ویلو ده چې د ارمنستان ځواکونو د جولای په ۱۲ مه نیټه د اذربایجان د تووز په سیمه کې د اذربایجاني ځواکونو په موضعګانو او ملکي استوګنځایونو بریدونه وکړل چې په مقابل کې اذربایجان ځواکونو په ځوابي بریدونو لاس پورې کړ.
پدې بریدونو کې د اذربایجان د پوځ یو تن جنرال په ګډون ۱۲ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ او ۴ تنه تنه نور ټپیان شول.
همداشان د اذربایجان په ځوابي بریدونو کې ارمنستان ته هم د پام وړ ځاني تلفات اوښتي دي.