په اسرائیل کې د لومړي وزیر نتنیاهو د حکومت پر خلاف مظاهرې دوام لري
په اسرایئل کې په زرګونو تنو د لومړي وزیر پر خلاف مظاهره وکړه

په اسرئیل کې د حکومت پر خلاف د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د ناکامیدو او اداري فساد له امله د لومړي وزیر نتنیاهو پر خلاف مظاهرې دوام لري.
دا ځل په لویدیځ بیت المقدس کې د نتنیاهو پر خلاف مظاهره وشوه. مظاهره کوونکو د نتنیاهو د استعفا غوښتنه کوله.
په اسراییلو کې چې د کرونا ویروس دویمه څپه پیل شوې او د بې کارۍ کچه پکې د ۲۱ سلنې نه اوښتې ده د نتنیاهو پر خلاف د خلکو غبرګونونه او مظاهرې دوام لري.
د تور بیرغ غورځنګ لخوا په لویدیځ بیت المقدس کې د لومړي وزیر د دفتر په مخکې مظاهره وشوه.
دلته راټولو شوو په زرګونو تنو مظاهره کوونکو وروسته د پارلمان د ودانۍ په مخکې مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکو مجرم لومړی وزیر، نتنیاهو خپل کور ته ستون شه لیکلي شعارونه انتقالول.
د ویلو ده چې د اسرایلو پولیسو د مظاهره کوونکو د امنیت لپاره قوي امنیتي تدابیر نیولي وو. ډیری لارۍ د ټرافیک پر مخ تړل شوې وې .
همداشان د پارلمان په مخکې په مظاهرو کې ځینو د پارلمان وکیلانو هم ګډون کړی وو او د مظاهره کوونکو نه يي ملاتړ کولو. د ویلو ده چې تیره اونۍ هم د اسراییلو په یو زیات شمیر ښارونو د نتنیاهو پر خلاف مظاهرې جوړې شوې وې.
اړوند خبرونه

په امریکا کې د قتل عام په څیر وسله وال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د اینډیانا پولیس په ایالت کې په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي دي.