د ټرمپ حکومت د بهرنیو زده کوونکو په اړه د خپلې پریکړې په اړه په شا ګام اوچت کړ
په امریکا کې محکمې د بهرنیو زده کوونکو په اړه د ټرمپ د حکومت پریکړه ماته کړه
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ حکومت په هیواد کې د هغه بهرنیو زده کوونکو په اړه چې په انلاین توګه زده کړې کوي او تر مني پورې نورمالو پوهنتونونو ته د نه تیریدو په صورت کې به يي د هیواد نه وشړي پریکړه لغوه کړه.
د ټرمپ د حکومت ددې پریکړې پر خلاف په امریکا کې پیل شوې حقوقي مجادلې بالاخره حکومت په شا ګام اوچتولو ته اړ کړ.
د امریکا د هارورډ او ماساچوست د تکنالوژۍ انیستیتیوت د ټرمپ د حکومت د پریکړې پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا کړې وه او ددې پریکړې د لغوه کولو غوښتنه يي کړې وه.
د بوستون د سیمه ایزې محکمې قاضي الیسن برووس د نوموړې دعوا په اړه پرون خپله پریکړه اعلان کړه.
هغه د دعوا په لومړۍ جلسه کې وویل چې د امریکا د پولو او ګمرک ادارې به د بهرنیو زده کوونکو په اړه د حکومت پریکړه لغوه کړي.
د ویلو ده چې د امریکا د پولو او ګمرکاتو ادارې د جولای په شپږمه نیټه اعلان کړی وو چې د نوي ډول کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې به د امریکا په پوهنتونونو کې د انلاین زده کړو حق ترلاسه کوونکو بهرنیو زده کوونکو ته د امریکا ویزه ورنکړي او هغه بهرني زده کوونکي چې په امریکا کې دي او په کامله توګه د لرې لارې یا انلاین زده کړې کوي ویزه تمدید نکړي . یادې شوې ادارې ویلي وو د حکومت د پریکړې له مخې یاد شوي بهرني زده کوونکي تر مني پورې یا باید نورمالو پوهنتونونو ته تیر شي او د نه تیریدو په صورت کې به د امریکا نه وشړل شي.
د ټرمپ د حکومت دې پریکړې د هیواد دننه او بهر ډیر زیات انعکاس موندلی وو.
۱۷ ایالتونو او په پلازمینه واشنګټن کې څه باندې ۴۰ تعلیمي ادارو د ټرمپ د حکومت ددې پریکړې پر خلاف په محکمو کې اقامه د دعوا کړې وه. ټولو د ددې پریکړې د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه