روسیه : ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پرمخ پرانیستل د ترکېې داخلي‌ مسئله ده

د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو په اړه د روسیې غبرګون

1454116
روسیه : ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پرمخ پرانیستل د ترکېې داخلي‌ مسئله ده

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي‌ ویرشینین د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو په اړه وویل چې دا د ترکیې کورنۍ مسئله ده. پدې مسئله کې نه روسیه او نه بل هیواد د مداخلې حق لري.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د ترکیې لخوا ایا صوفیه تاریخي جومات له سره د عبادت پرمخ د پرانیستو د مسئلې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو مسئلې په اړه کې د پام وړ انعکاس موندلی دی. هغه زیاته کړه چې " دا د ترکیې داخلي مسئله ده. مونږ پدې ډول حرکت کوو. په طبعي‌ ډول پدې مسئله کې مونږ او یا نور دولتونه د مداخلې حق نلري."

هغه د نړۍوال کولتور او مدنیت له پلوه د ایا صوفیه پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې د ترکیې عالي‌ اداري محکمې د جولای د میاشتې په ۱۰ مه نیټه  په ۱۹۳۴ کال کې د نوامبر په ۲۴ مه نيټه د ایا صوفیه په اړه د وزیرانو د شورا هغه پریکړه چې له مخې ایا صوفیه جومات په موزیم اړول شوی وو لغوه کړه او د عبادت پر مخ د ایا صوفیه مخه يي خلاصه کړه. د محکمې د پریکړې نه سمدلاسه وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو تقنیني فرمان په صادرولو سره د ایه صوفیه جومات د عبادت پرمخ پرانیست.

د ویلو ده چې په ایا صوفیه تاریخي‌ جومات کې به لومړی لمونځ د جولای په ۲۴ مه نيټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ادا کړی شي.



اړوند خبرونه