په امریکا کې په یوې پرمختللې پوځي کښتۍ کې چاودنه او وروسته اورلګیدنه رامنځته شوې ده

د امریکا په یوې پوځي‌ کښتۍ کې چاودنه او اورلګیدنه رامنځته شوې ده

1453766
په امریکا کې په یوې پرمختللې پوځي کښتۍ کې چاودنه او وروسته اورلګیدنه رامنځته شوې ده

د امریکا متحده ایالتونو د سن ډیګو په ښار کې په یوې پوځي‌ کښتۍ کې چاودنه او وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه.

ویل کیږي‌ پدې کښتۍ کې  پداسې حال کې چاودنه او اورلګیدنه رامنځته شوې ده چې ۲۰۰ تنو پوځیانو په کښتۍ شتون درلود.

د ویلو ده چې چاودنه د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سن ډیګو په ښار کې د سمندري‌ ځواکونو په یوه هډه کې په پوځي هدفي برید سترې کښتۍ کې  رامنځته شوې ده . ویل کیږي‌ د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. د چاودنې او اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.

د اور وژنې ډلو په کښتۍ کې لږ تر لږه د یو تن د لوګي‌ له امله د مصمومیدو نه خبر ورکړی دی.

د یادې شوې سمندري‌ ځواکونو د هډې ویاند کریشنا جاکسن وویل چې پیښه د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه او وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه چې په نتیجه کې یو تن د لوګي‌ له امله مصموم شوی دی.

د ۸۴۰ مترو په لویوالي‌ سره په هدفي‌ برید کې د رامنځته شوې چاودنې او اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.

ویل کیږي‌ په کښتۍ کې د چاودنې او رامنځته شوې اورلګیدنې پر مهال لږ تر لږه ۲۰۰ تنه افسرانو شتون درلود.

 



اړوند خبرونه