د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه درنده نښته شوې

د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ترمنځه په نښته کې د اذربایجان د پوځ یو تن افسر په شهادت رسیدلی دی.

1454043
د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه درنده نښته شوې

 

د اذربایجان د ملي دفاع د وزارت لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې تیره ورځ د ارمنستان سره په پوله کې د تووز په سیمه کې پیل شوې نښتې ټوله شپه دوام وکړ.

پدې نښته کې د اذربایجان د پوځ یو تن افسر شهید شو.

د اذربایجان پوځ د شپې په اوږدو کې د توپچي، هاوان او ټانک د بریدونو سره  د ارمنستان د پوځ اړوند موضعګانې، پټنځایونه، توپخانې دستګاوې او موټرې په نښه کړې.

په بیان کې راغلي دي‌ چې ارمنستان پلو پدې نښته او بریدونو کې خپل ځاني تلفات پټ کړي‌ دي. حالات د اذربایجان د پوځ تر کنټرول لاندې دي او د دښمن پر خلاف جزايي تدابیر نیول شوي‌ دي.

د بله پلوه د اذربایجان د دفاع وزارت ددوې په موضعګانو د ارمنستان لخوا د ترسره شوي‌ برید فلم د ډرون الوتکې سره اخیستی دی.

اخیستل شوی فلم يي‌هم خپور کړی دی.

د ویلو ده چې ارمنستان ځواکونو پرون د توواز په سرحدي‌ سیمه کې د اذربایجان په موضعګانو د توپخانې بریدونه کړي‌ وو چې وروسته د اذربایجان لخوا په متقابلو بریدونو لاس پورې شو. اذربایجان د ارمني‌ ځواکونو د برید ځواب سمدلاسه په ډیره کلکه توګه ورکړ.

پدې نښته او بریدونو کې د اذربایجان د پوځ ۳ تنه سرتیري‌ شهیدان او ۴ تنه نور ټپيان شوي‌ وو.



اړوند خبرونه