انګلستان د سعودي ژورنالست د جنایت له امله د سعودي عربستان په ۲۰ تنو وګړو بندیز ولګول
انګلستان لخوا د سعودي عربستان پر خلاف مهم ګام
انګلستان د سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت له امله د سعودي عربستان استخباراتو د پخواني مرستیال احمد عسیري او د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سلاکار القحطاني په ګډون په د سعودي عربستان په شلو تنو وګړو بندیز ولګو.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا متحد ایالتونو د مګنیټسکي د قانون په څیر د یو قانون سره غواړي چې بشري حقونو نه تیري کوونکي په نښه کړي .
په بیان کې راغلي دي چې په هغه کسانو چې بندیز لګول کیږي انګلستان ته په سفر ، د انلګستان د بانکونو سره په هر ډول اړیکو او د انګلستان د اقتصاد نه په هر ډول ګټې او اړیکو بندیز لګول کیږي.
پدې تدابیرو کې به د هیوادونو نه لا زیات په اشخاصو او سازمانونو بندیزونه ولګول شي. انګلستان به د بندیزونو په مسئله کې د لومړي ځل لپاره د اروپايي ټولنې نه بل ډول سیاستونه غوره او چلند وکړي.
په بیان کې راغلي دي چې د لومړنیو بندیزونو په لست کې په روسیه کې د ۲۳۰ میلیونو ډالرو د درغلیو د دوسیې څيړونکي د روسیې د مالیې متخصص میګنیټکس د جنایت له امله د ۲۵ تنو روسانو او د سعودي عربستان د ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت له امله د سعودي عربستان ۲۰ تنه وګړي پدې لست کې شامل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان ژورنالست جمال قاشقچي د ۲۰۱۸ کال اکتوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ په ډیره بې رحمانه توګه په قتل ورسول شو.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.