د فرانسې نوی حکومت اعلان شو

په فرانسه کې ولسمشر امانویل ماکرون د لومړي وزیر ژان کاسټیکس په مشرۍ حکومت تایید کړ.

1450347
د فرانسې نوی حکومت اعلان شو

 

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ عمومي سکرتر الکسیس کوهلر د پخواني‌ لومړي‌ وزیر ایدوارد فیلیپ په مشرۍ د حکومت د استعفا کولو نه وروسته د ژان کاسټیکس په مشرۍ نوی حکومت او کابینه اعلان کړه.

کوهلر وویل چې نوې کابینه د ۱۷ ښځینه وزیرانو او ۱۴ نارینه وزیرانو په ګډون د ۳۱ تنو نه تشکیل شوې ده .

د فرانسې په نوې کابینه کې یو زیات شمیر نوو څیرو ځای نیولی دی.

د فرانسې په نوې کابینه کې د پخواني‌ ولسمشر فرانچویس هالندا د واکمنۍ پر مهال د دولت وزیر باربارا پومپیل د چاپیریال د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

همداشان د هیواد د جزا مشهور د مدافع وکیل او د هیواد د مشهورو سیاستوالو او مخورو کسانو د مدافع وکیل ایریک دوپونت موریتي د عدلیې د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

همداشان د کولتور د وزیر په توګه د پخواني ولسمشر سرکوزي  او د هغه نه مخکې د ولسمشر په دوره کې د وزیر په توګه کار کوونکی روزلین بیچیټ ټاکل شوی دی.


پيوندونه: #نوی حکومت , #فرانسه

اړوند خبرونه