هندوستان د هیواد د وسله والو ځواکونو او پولو د پياوړي  کولو په خاطر یو بل مهم ګام اوچت کړ.

هندوستان د چین سره د اړیکو د ترینګلي کیدو نه وروسته د روسیې نه ګن شمیر جنګي‌ الوتکې راوپیرودې

1447986
هندوستان د هیواد د وسله والو ځواکونو او پولو د پياوړي  کولو په خاطر یو بل مهم ګام اوچت کړ.

 

د هندوستان د دفاع وزارت ویلي دي چې د هیواد د وسله وال پوځ  او پوله ساتو ځواکونو د پياوړي‌ کولو په خاطر د روسیې نه ۲۱ میګ ۲۹ ډوله جنګي‌ الوتکې او د ۱۲ سو ۳۰ ام کا ای ډوله جنګي الوتکې به د هندوستان فضايي او دفاعي صنایع د شرکت  د پیرولو مسئله تایید شوه.

د نوموړو الوتکو بیه چې ۵ عشاریه ۲ میلیارده ډالره کیږي ۴ عشاریه ۱ میلیارد به يي د نوموړي‌ هیواد د ځايي شرکتونو تامین شي.

د ویلو ده چې هندوستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د فرانسې نه ۳۶ رافالي ډوله جنګي‌ الوتکې پیرودي دي چې ۶ دانې به يي په روانه میاشت کې هندوستان ته تسلیم کړی شي.

هندوستان وروسته دا هغې د هیواد د وسله والو ځواکونو او پولو د پياوړي کولو مسئله د لاس لاندې ونیوله چې تیره میاشت د هند او چین په پوله کې د هندي‌ او چنایي پوله ساتو ځواکونو ترمنځه فزیکي‌ نښته وشوه چې په نتیجه کې ۲۰ تنو هندي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

د دواړوهیوادونو ترمنخه په پوله کې د حالاتو د ترینګلي‌ کیدو نه وروسته هندوستان د چین سره په پوله کې لومړی دفاعي‌ توغندیو سیستم او وروسته ټانکونه او توپونه ځای په ځای کړل.


پيوندونه: #روسیه , #چین , #هندوستان

اړوند خبرونه