په میانمار کې په معدن کې د مځکښویدنې له امله څه باندې سلو تنو ژوند د لاسه ورکړی

په میانمار کې په یو معدن کې  د مځکښویدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1447535
په میانمار کې په معدن کې د مځکښویدنې له امله څه باندې سلو تنو ژوند د لاسه ورکړی

 

په میانمار کې د شنې جیډ تیګې په معدن کې مځکښویدنه رامنځته شوې ده .

ویل کیږي په معدن کې د خاورې لاندې شوو نه تر اوسه پورې ۱۱۳ تنو ژوند مړي راویستل شوي‌ دي او په لسګونو تنه نور هم په معدن کې بند پاتې دي.

چارواکیو ویلي‌ دي چې دا پيښه په سیمه کې د زورورو بارانونو په نتیجه کې رامنځته شوې ده. د بارانونو نه وروسته په معدن کې مځکښویدنه رامنځته شوې ده .

د میانمار د اطفایې د ادارې مشر د ټولنیزې مډیا له لارې ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۱۱۳ تنو مړي د خاورو لاندې نه راویستي دي.

د بله پلوه په سیمه کې د زورورو بارانونو له امله د ژغورنې چارې هم د ستونزو سره مخامخ دي.


پيوندونه: #فاجعه , #معدن , #میانمار

اړوند خبرونه