ونزویلا د هیواد نه د اروپايي‌ ټولنې د استازي د شړولو پریکړه وکړه

د ونزویلا ولسمشر نیوکولاس مادورو د اروپايي ټولنې استازي ته د ونزویلا نه د وتو په خاطر ۷۲ ساعته مهلت ورکړ.

1446099
ونزویلا د هیواد نه د اروپايي‌ ټولنې د استازي د شړولو پریکړه وکړه

 

مادورو دا پریکړه وروسته د هغې وکړه چې اروپايي ټولنې د ونزویلا په ۱۱ تنو سیاستوالو په هیواد کې د ډیموکراسۍ پر وړاندې د خنډ جوړولو له امله بندیزونه ولګول.

مادورو د اروپايي ټولنې ددې پریکړې نه وروسته د هیواد نه د اروپايي ټولنې د استازي‌ د شړولو پریکړه وکړه.

مادورو په خبري‌ غونډه کې د اروپايي ټولنې لخوا د ونزویلا د ځیني سیاسي مشرانو په ګډون په ۱۱ تنو سیاستوالو د بندیز لګولو پریکړه وغندله.

هغه اروپايي ټولنه په استعمارګرۍ تورنه کړه او وویل " نن اروپايي ټولنې د ونزویلا په هغه خلکو چې اساسي قانون ته پوره درناوی لري د بندیز لګولو پریکړه وکړه. د هیواد د ملي شورا مشرتابه په ونزویلا کې د اروپايي ټولنې د نماینده ګۍ د امرونو د نه پر ځای کولو له امله اروپايي ټولنه پر مونږ دا بندیزونه لګوي. "

هغه یو ځل بیا  اروپايي ټولنې  ونزویلا  ته د درناوي کولو بلنه ورکړه.

هغه وویل هو که چیرې څوک د ونزویلا ته د درناوي‌ نه ډډه کوي زمونږ پکار ندي. د همدې امله مو په ونزویلا کې د اروپايي ټولنې استازي‌ ته د وتو په خاطر ۷۲ ساعته د وخت ورکولو مهلت ورکړ. که چیرې ونزویلا ته درناوی نه کوۍ ځۍ لاړ شئ.

د ویلو ده چې اروپايي ټولنې د ونزویلا په ۱۱ تنو سیاستوالو چې ځیني هغه مخالفین هم پکې شتون لري چې د خوان ګوایدو نه ملاتړ نکوي تحریمونه ولګول.

اروپايي ټولنې  د ونزویلا د ملي شورا د نوي مشر او مرستیالانو په ګډون په ۱۱ تنو سیاستوالو د هغوې په وینا  په هیواد کې د ډیموکراسۍ د پلي کیدو پر وړاندې د خنډ جوړولو له امله تحریمونه لګولي دي.



اړوند خبرونه