واشنګټن پوست : روسیې د امریکايي سرتیرو د وژلو په خاطر طالبانو ته پيسې ورکړي دي

روسیې په افغانستان کې د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د وژلو په خاطر طالبانو ته په پټه پسې ورکړي‌ دي چې د همدې امله ځیني امریکايي سرتیري وژل شوي دي.

1445044
واشنګټن پوست : روسیې د امریکايي سرتیرو د وژلو په خاطر طالبانو ته پيسې ورکړي دي

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې نه وروسته داځل واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا د استخباراتو د بعضو چارواکیو له قوله د استخباراتي راپورونو له مخې ویلي دي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د سرتیرو د وژلو په خاطر طالبانو ته په پټه پیسې ورکړي دي او د همدې امله ځیني‌ امریکايي سرتیري وژل شوي دي.  نوموړو ویلي دي د روسیې په اشاره د وژل شوو امریکايي او ائتلافي ځواکونو دقیقه شمیره معلومه نده.

د امریکا د استخباراتو دې چارواکیو واشنګټن پوست ته ویلي دي چې امریکايي لوړپوړو پوځي‌ چارواکیو ددې استخباراتو د ترلاسه کولو نه وروسته د مارچ په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې غونډه کې هم کړې ده .

د ویلو ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د امریکايي استخباراتو د ځینو چارواکیو له قوله ادعا کړې وه چې روسیې استخباراتو د امریکایي سرتیرو د وژلو په خاطر طالبانو ته پيسې ورکړي دي.

امریکايي چارواکیو دا استخبارات د نیول شوو طالبانو نه د تحقیقاتو پر مهال ترلاسه کړي وو.

د بله پلوه سپینې ماڼۍ تیره ورځ دا ادعاګانې رد کړې وه او وویل چې داسې کومه خبره شتون نلري. همداشان سپینې ماڼۍ ددې استخباراتو نه بې خبري‌ وښوده.



اړوند خبرونه