روسیې لخوا طالبانو ته د امریکايي سرتیرو د وژلو په بدل کې د پیسو ورکولو په اړه د سپینې ماڼۍ څرګندونې

سپینې ماڼۍ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه ادعا په اړه چې ګواکې روسیې په افغانستان کې د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د وژلو په اړه طالبانو ته په پټه پسې ورکړي‌ دي د لومړي ځل لپاره څرګندونې وکړې.

1444589
روسیې لخوا طالبانو ته د امریکايي سرتیرو د وژلو په بدل کې د پیسو ورکولو په اړه د سپینې ماڼۍ څرګندونې

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ادعا کړې ده چې داسې استخبارات شتون لري چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د سرتیرو د وژلو په خاطر طالبانو ته په پټه پیسې ورکړي دي. همداشان نیویارک ټایمز ادعا کړې ده چې دا استخبارات د مارچ په میاشت کې د  ولسمشر ټرمپ  او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سره هم شریک شوي دي.

د نیویارک ټایمز ددې ادعا په اړه چې دا استخبارات د ولسمشر سره شریک شوي‌ دي سپینې ماڼۍ  ویاندې کیلي مک اینني څرګندونې وکړې.

هغې د نیویارک ټایمز هغه ادعا چې دا استخبارات د ولسمشر سره شریک شوي‌ دي  په کلکه توګه رد کړل .

ویاندې ویلي دي چې امریکا په یو ورځ کې په زرګونو استخباراتي راپورونه ترلاسه کوي او دا ټول په ډیره دقیقه توګه ارزول کیږي.

سپینه ماڼۍ په عمومي‌ ډول د استخباراتو یا داخلي خبرو په اړه معلومات نه ورکوي خو د سي آی اې مشر، د ملي امنیت سلاکار او قلم مخصوص رئیس دا خبره تایید کړې ده چې پدې اړه نه ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ او نه هم مرستیال ولسمشر مایک پنس ته چا معلومات ورکړي‌ دي.

ویاندې ویلي دي چې مونږ ددې استخباراتو په اړه څه ویل نه غواړو خو یواځې دومره غواړم ووایم چې ولسمشر سره ددې استخباراتو د شریکیدو په اړه د نیویارک ټایمز ادعا حقیقت نلري.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د استخباراتو د چارواکیو او د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې ادعا کړې وه چې داسې استخبارات شتون لري چې روسیې استخباراتو په افغانستان کې طالبانو ته د امریکايي سرتیرو د وژلو په بدل کې د پیسو وړاندیز کړی دی.

امریکايي چارواکیو دا استخبارات د نیول شوو طالبانو نه د تحقیقاتو پر مهال ترلاسه کړي وو.



اړوند خبرونه