په امریکا کې په یوې مغازې وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې  د وال مارت په سترې مغازې وسله وال برید وشو.

1444587
په امریکا کې په یوې مغازې وسله وال برید شوی

 

پيښه د یاد شوي‌ ایالت په شمال کې د ریډ بلاف په ښار کې رامنځته شوې ده .

د رید بلاف د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن د خپل موټر سره د وال مارت مغازې ته راننوتو سره سم په خلکو ډزې پيل کړې.

په پيښه کې ۲ تنه مړه  او ۴ تنه نور ټپيان شوي‌ دي. برید کوونکی هم د پولیسو لخوا ویشتل شوی دی.

ویل کیږي‌ پدې برید کې د یادې شوې مغازې یوې برخې اور هم اخیستی دی.

د بله پلوه د یاد شوي‌ ښار د روغتیايي چارو یو تن مسئول الیسن هینډرکسن خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پيښې ۶ تنه قربانیان روغتون ته راوړل شوي‌ دي.

د نوموړو شپږو تنو نه دوو تنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی او ۴ تنه نور ټپیان دي چې د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.



اړوند خبرونه