امریکا پر ایران د وسلو د بندیزونو د نوي کولو غوښتنه کوي

امریکا د ملګروملتونو د امنیت شورا نه پر ایران د وسلو د بندیزونو د نوي کولو غوښتنه وکړه

1442202
امریکا پر ایران د وسلو د بندیزونو د نوي کولو غوښتنه کوي

امریکا متحده ایالتونو پر ایران د وسلو د بندیز د مودې د غځولو او یا نوي‌ بندیز د لګولو په خاطر د ملګروملتونو د امنیت شورا ته طرحه وړاندې کړه.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت د شورا لخوا پر ایران ۱۳ کاله مخکې لګول شوې د وسلو بندیز په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او پنځمه جمع یو د ډلې ترمنځه د لاسلیک شوي اټومي‌ تړون په چوکاټ کې د اکتوبر په میاشت کې پایته رسیږي.

امریکا چې پر ایران د نړۍوالو بندیزونو د داوم غوښتنه کوي د ملګروملتونو د امنیت شورا ته د یوې نوې طرحې په وړاندې کولو سره پر ایران د وسلو او وسلو پرزه جاتو په پلورولو ، انتقال تدارک باندې د بندیز لګولو غوښتنه کړې ده .

پدې طرحه کې په هیوادونو غږ شوی تر کومه چې ایران ته په تلوونکو کښتیو کې منع شوو توکو د انتقال په خاطر معقول سببونه موندل کیږي  دا هیواد باید د کلک کنټرول لاندې ونیول شي.

روسیه او چین پر ایران د وسلو د بندیزونو  نوو کولو او یا غځولو سره مخالفت کوي.

د ویلو ده چې د امریکا ددې طرحې د منلو په خاطر باید د امنیت شورا د ۱۵ غړیو نه لږ تر لږه ۹ غړي مثبته رای وکاروي.

همداشان د امنیت شورا دایمي‌ غړیو نه یو هم باید دا طرحه ویتو نکړي.



اړوند خبرونه