د بشري حقونو شورا په امریکا کې د تورپوستو پر خلاف روان شدت په کلکه توګه وغنده

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په  امریکا متحده ایالتونو کې د تورپوستو پر خلاف د سیستماتیک توکمیز تبعیض د غندنې   طرحه  قبوله کړه.

1439768
د بشري حقونو شورا په امریکا کې د تورپوستو پر خلاف روان شدت په کلکه توګه وغنده

 

د سویس د جینیوا په ښار کې په جوړه شوې د بشري حقونو د شورا په ۴۳ مه غونډه کې د بعضو افریقايي هیوادونو لخوا وړاندې شوې طرحې جلب توجه وکړه.

د بشري حقونو شورا چې ۴۷ غړي لري په امریکا کې د افریقايي تباره امریکایانو پر خلاف د روان توکمیز تبعیض په کلکه توګه د غندنې  طرحه پرته د رای اچونې په ګډه توګه ومنل شوه.

همداشان د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیسیار مایکل باشیلیت ته په امریکا کې د جورج فلویډ د وژنې نه وروسته د پيل شوو مظاهرو پر خلاف د امنیتي‌ ځواکونو د ناوړه چلند او سختې مداخلې په اړه د تحقیقاتو صلاحیت ورکړ شو.

د بشري‌ حقونو د شورا عالي کمیسار به د تحقیقاتو نه وروسته راپور جوړ کړي‌ او د ۲۰۲۱ میلادي‌ کال د جون په میاشت کې شورا ته وړاندې کړي.

همداشان کمیسار  به په امریکا کې د افریقایانو او افریقايي تباره امریکايانو پر خلاف د پولیسو د ناوړه چلند او شدت په اړه به وخت په وخت په منظم ډول سره د بشري حقونو شورا ته معلومات ورکوي.



اړوند خبرونه