د ټرمپ حکومت د ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار د کتاب د چاپ د مخینوي په خاطر محکمې ته مراجعه کړې
په امریکا متحده ایالتونو کې د ډونلډ ټرمپ حکومت د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولتون د نوي کتاب د چاپ د مخنیوي په خاطر محکمې ته مراجعه وکړه.
د امریکا د عدلیې وزارت د جان بولتون د کتاب د چاپیدو د مخنیوي په خاطر د واشنګټن ډي سي محکمه کې اقامه د دعوا کړې ده . عدلیې وزارت ویلي دي چې د بولتون په کتاب کې د دولت یو زیات شمیر پټ او محرم اسناد او رازونه چې کیدای شي د هیواد ملي امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي موجود دي.
د جان بولتون کتاب باید د حکومت لخوا د کتاب په اړه د روانو تحقیقاتو د پایته رسیدو او لازمو اصلاحاتو ترسره کولو نه وروسته چاپ شي. همداشان د کتاب د نه خپرولو په مسئله کې باید جان بولتون هم د خپل صلاحیت نه کار واخلي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د تیرې دوشنبې په ورځ د بولتون کتاب په اړه ویلي وو چې " دا چې د کتاب په اړه به دعوا وشي او که نه دا پریکړه د عدلیې د وزارت پورې اړه لري. خو داسې ښکاري چې دا مسئله نن وي او که سبا قضايي ارګانونو ته انتقال شي ."
د ویلو ده چې د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولتون لخوا لیکل شوی « هغه کوټه چیرته چې پکې رامنځته شوې د سپینې ماڼۍ یوه خاطره » په نامه کتاب په پام کې وه چې د مارچ په میاشت کې چاپ او نشر شي خو وروسته يي چاپ او نشر وځنډول شو. اوس تمه کیږي چې دا کتاب په راتلونکې اونۍ کې بازار ته عرضه شي.
ویل کیږي پدې کتاب کې د ټرمپ ناڅاپي او کله هم د خطرناکو پریکړو، چین، روسیې، اوکراین، شمالي کوریا، ایران، انګلستان، فراسې او جرمني په څیر متفقو او دښمن هیوادونو په مقابل کې د ټرمپ د چلند او برخورد نه بحث شوی دی.
ټرمپ چې یو ځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی غواړي چې بولتون لخوا د هغه د رازونو د خپریدو مخنیوی وکړي.