د هند او چین په پوله کې په نښته کې ۲۰ تنه هندي‌ سرتیري‌ وژل شوي

د هندوستان په شمال ختیځ کې د هند او چین د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۲۰ تنه هندي‌ سرتیري‌ وژل شوي‌ دي.

1437557
د هند او چین په پوله کې په نښته کې ۲۰ تنه هندي‌ سرتیري‌ وژل شوي

 

د لداخ سیمې  ګالوان په  دره  کې د هندي او چینایي ځواکونو ترمنځه سخته نښته شوې ده.

هندي‌ مقاماتو پدې نښته کې د هندي‌ سرتیرو ځاني‌ تلفات تایید کړي‌ دي‌او ویلي‌ دي‌ چې پدې نښته کې د دواړو خواوو ترمنځه وسله نده کارول شوې. هیڅ ډزه هم  نده شوې.

د هندوستان د خبري رسنیو د خبر له مخې هندي سرتیرو په سیمه کې د چینايي ځواکونو سره هغوې د LAC سیمې ته د په شا کولو په خاطر  نښته کړې ده. ویل کیږي‌ دواړو خواوو په نښته کې د تیګو، اوسپنو او داسې نورو شیانو نه کار اخیستی دی.

ویل کیږي پدې نښته کې یو تن هندي‌ ډګروال په ګډون شل تنه پوځیان وژل شوي‌ دي. د بله پلوه پدې نښته کې د ۱۷ تنو نورو سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

هندي رسمي‌ رسنیو پدې نښته کې لږ تر لږه د ۴۳ تنو هندي‌ سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو نه خبر ورکړی دی.

د هندوستان او چین د پولو ترمنځه پروت د لداخ په سیمه کې  د حاکمیت د حقونو پر سره ستونزې په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شوې وې.

د دواړو هیوادونو ترمنځه د ۳۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالې سره په ګډه پوله کې د لویې برخې په اړه د حاکمیت د حقونو جنجالونه دوام لري.

د چین حکومت د سویلي‌ تیبت په نامه مشهور د هندوستان د اروناچال پرادیش په ایالت کې په  ۹۰ کیلومتره  مځکه د حق ادعا کوي. همداشان هندوستان بیا چین په ۳۸ زره کیلومتره سیمې اشغالولو باندې تورنوي.

د ویلو ده چې د هند او چین د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه د وروستي‌ ځل لپاره نښته په ۱۹۷۵ میلادي‌ کال کې هلته رامنځته شوې وه چې د چینايي سرتیرو لخوا ۴ تنه هندي‌ سرتیري وژل شوي‌ وو.

د هند پوځ نن سې شنبه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " د ګالوان په وادي‌ کې د ډزبند د پروسې په جریان کې د هندي‌ او چینایي سرتیرو ترمنځه نښته شوې ده چې دواړو خواوو ته پکې ځاني‌ تلفات اوښتي دي. ددې پرمختګ نه وروسته د دواړو هیوادونو جګپوړي‌ پوځي‌ چارواکي‌ د حالاتو قابو کولو په خاطر سره د تماس په حال کې دي‌ او غونډې کوي."


پيوندونه: #نښته , #چین , #هندوستان

اړوند خبرونه